IQNA

په قرآن کریم کې تعاون / ۱۲

په اقتصاد کې د تعاون  او لاسنیوی اصل

13:17 - November 19, 2025
د خبر لمبر: 3492034
ایکنا یو  هغه مهم  مو رد چې د تعاون اصل پکې کارول کېږي، د اقتصاد برخه ده. که څه هم په قرآن کې د تعاون او لاسنیوي  اصل له تعاوني اقتصاد سره یوازې د لفظي اشتراک تر حده تړاو لري، خو قرآن یو بنسټيز اصل مطرح کوي چې په بېلابېلو برخو کې ـــ په شمول د اقتصاد ، کارېدلی شي.

عاون او لاسنیوی  په دوو بڼو مطرح کېدای شي: تعاوني شرکتونه او تعاوني اقتصاد. تعاوني شرکتونه د قرآن کریم د آيت شریف  «أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ؛ په خپلو ژمنتیاؤ او تړونونو وفا وکړئ» (مائده:۱) او د حدیث شریف «الْمُؤْمِنُونَ عِنْدَ شُرُوطِهِمْ؛ مؤمنان په خپلو شرطونو او تړونونو او معاهدو ولاړ دي» تر عموم لاندې راځي.

خو د تعاوني اقتصاد یا تعاوني  او د لاسنیوي  غورځنګ رامنځته کېدل د نولسمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې هغه مهال پیل شو  چې د لېبرال پانګوال نظام له دیره  کیدا  وروسته فساد ډېر شو؛ځکه پانګوال  نظام د هستئ پېژندنې او انسان پېژندنې د خپل بنسټ له مخې دې ته ولاړ و چې د تولید ټول مازاد پانګې ته ځانګړی شي او د کار ځواک یوازې ثابته مزدوري ترلاسه کړي. دغه چلند د پرګنیز واټن د زیاتېدو او د  فقر د پراخېدو لامل شو. له همدې امله، اندیشمندان د کارګرانو د ژغورلو او د پراخ فقر د له مینځه وړلو لپاره تعاوني اقتصاد ته مخه کړه.

تعاوني اقتصادي نظام یو ارزښتي او اخلاقي نظام دی چې د پانګوال اقتصادي نظام له بنسټونو سره ډېر توپیر لري؛ د بېلګې په توګه، د تعاوني اقتصاد پلي کېدل د هغو اصولو او ارزښتونو په تحقق پورې تړلي دي لکه سرښیندنه، ایثار، قرباني،انصاف، د بل خدمت، ټولنیز مسؤلیت‌منل  او صداقت. دا ارزښتونه باید د سختې ګټې‌اخیستنې او سیالۍ پر ځای وشي. همدا وجه ده چې که څه هم د نړیوالې تعاوني اتحادیې او د تعاوني نظام متفکرانو د تعاون او لاسنیوي  بیلابېل ې  بیلګې  تعریف او د دې نظام د ودې لپاره اغېزمنې هڅې وکړې، خو  د تعاون او لاسنیوي نظام  هغه شان ونه غوړېد، ځکه د پراخېدو لپاره لازم ضمانتونه  نه وو برابر شوي.

اوسنئ نړۍ د پانګوال نظام د خودخواه او تمه دارو  ملاتړونو  تر سیوري لاندې له ګڼو ستونزو سره مخ ده؛ خو د اسلامي ښوونو په مرسته کېدای شي د دې نظام لپاره د ارزښتونو او  فکري بنسټونه تنظیم او ملاتړ ئې وشي. که تعاون‌پلوه  او لاسنیونکي کسان او نړیواله تعاوني اتحادیه وکولای شي د  شخصي ګټې د داېرې هغه پراخوالی خلکو ته ور وښئي چې اسلام مطرح کړی، نو په لږو لګښتونو سره به خپلو لویو اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري او سیاسي هدفونو ته ورسېږي.

د پانګوال نظام برعکس، په اسلامي نړۍ پيژندنې  کې څوک د تعاون  او لاسنیوي په چوکاټ کې د نیکو کړنو له ترسره کولو هېڅکله داسې احساس نه کوي چې څه ئې له لاسه ورکړي وي؛ بلکې باور لري چې دا عمل د اوږدمهاله او پایداره ګټې یوه پانګونه ده. ځکه هغه په دې باور دی چې د دې دنیا تر ژوند وروسته بل ابدی او تلپاتې ژوند شته.

له بلې خوا، پانګوال اقتصادي نظام په ډېرو فکري، ارزښتي او اصولي برخو کې له اسلامي نظام سره سمون نخوري؛ خو د تعاوني اقتصاد نظام په ځینو اصولو او چلندونو کې د اصلاحاتو په کولو سره کولای شي د اسلامي اقتصادي نظام د یوې برخې په توګه ومنل شي او ترې ګټه پورته شي.   

https://iqna.ir/en/news/3495178

captcha